CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د تيارې په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-03 08:53:16

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړې غونډې په مطبوعاتي مرکز کې خبر ورکړل شو چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د چين په نورو سيمو کې مېشت ټول استازي بيجينګ ته ورسيدل او د غونډې د تياري کارونه بشپړ شوي دي.

د مالوماتو له مخې په دغه غونډه کې به په دوامداره، جدی، واقعي او سپمونکې توګه اړوند ترتيبات تر سره شي او د غونډې ډسپلين به پياوړی شي.

د غونډو په هکله د بېلا بېلو تيار کارونه بشپړ شوي دي. په دغه غونډه کې به سندونه د اوو لږ کيو قومونو يعنې د مغولي، ځانګ، اويغور، قزاق، کوريايي، يي او جوانګ ژبو په شمول، په انګريسي، فرانسوي، هاسپانوي، جاپاني، روسي، الماني او عربي ژبو وژباړل شي. اوس د غونډې په هکله د اسنادو د ژباړلو کارونه په منظم ډول روان دي.

د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ په ۵مه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شي چې نژدې ۳۰۰۰ استازي به په کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای