CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې به د لومړي ځل لپاره له استازو سره د مرکې لاره پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-03 10:07:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې به د لومړي ځل لپاره له استازو سره د مرکې لاره پرانيستل شي او د بېلا بېلو برخو استازو ته به بلنه ورکړل شي چې دا د چين د ملي ولسي کانګرس په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د مرکې لاره يعني مطبوعاتي مرکز جوړيږي.

د چين د دوو غونډو مطبوعاتي مرکز مسئول وويل د ۲۰۱۸ کال د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې له استازو سره د مرکې لاره به د مارچ د ۵مې نيټې په سهار د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې له پرانيستلو مخکې په رسمي توګه پيل شي. له استازو سره د مرکو په هر فعاليت کې به لس استازي ګډون وکړي او د ګروپ په ويشلو سره د خبريالانو پوښتنو ته به ځوابونه ورکړي چې د چيني او بهرنيو خبري رسنيو پر وړاندې مخکې د دوو غونډو خلاصونکې او باورلرونکې رويې وښيي.

په مرکو کې برخوال استازي به د خبري رسنيو او د استازو پلاويو د وړاندوينو له لارې وټاکل شي او دوی به په بېلا بېلو ساحو پوري اړه ولري. اوس اړوندې تياريانې تر سره شوي دې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای