د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډه د مارچ په ۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه . په دغه غونډه کې د شي جين پينګ په شمول د ګوند او هېواد مشران ګډون لري.
يو جنګ شنګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲مې دورې د دايمي کميټې په استازيتوب يادې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ چې په کې يې په تېرو ۵ کلونو کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کارونو او برياليتوبونو يادونه وکړه او په راتلونکو ۵ کلونو کې د دې کنفرانس د کارونو په اړه يې وړانديزونه کړل.هغه زياته کړه چې په تېرو ۵ کلونو کې د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د سلامشورو له لارې د سياسي بحث بڼه بشپړه کړې،د ديموکراتيک نظارت او د يووالي کارونه او د دندو د پلي کولو توان يې پياوړی کړی دی.
په روانه غونډه کې به د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې کاري راپور ،د وړانديزونو او کارونو ، د ياد کنفرانس د اجنډا د تعديل نامې په اړه بحث وشي او د دې کنفرانس د نوې دورې مشر به هم وټاکل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |