CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ د ۵مې نيټې سهار په ۹بجو پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-04 10:12:08

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ د ۵مې نيټې سهار په ۹بجو د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي په دغه غونډه کې به د حکومت د کارونو په هکله د صدراعظم لي که چيانګ راپور واوريدل شي، د دولتي شورا په اړه د ۲۰۱۷ کال د ملي اقتصاد او د ټولنې د پرمختګ پلانونو د اجرا کولو حالت او د ۲۰۱۸ کال د ملي اقتصاد او د ټولنې د پرمختګ د پلانونو لايحو راپور، د دولتي شورا په اړه د ۲۰۱۷ کال د مرکزي کميټې او د ځايي حکومتونو د بوديجو اجرا کولو حالت او د ۲۰۱۸ کال د مرکزي کميټې او د ځايي حکومتونو د بوديجو اجرا کولو حالت په باب راپورونه به تر څارنې لاندې ونيول شي، د اساسي قانون د تعديل نامې په هکله د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مالومات به واوريدل شي. د همدې ورځ له غرمې وروسته به د بېلا بېلو پلاويو عمومي غونډې تر سره شي چې په کې د حکومتي کارونو په هکله راپور به تر بحث لاندې ونيول شي. 
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړيو چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې په لومړۍ غونډه کې ګډون کړی، په همدې ورځ سهار به د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې برخمن وي. 
د چين  د ولسي خپرونو مرکزي را‌ډيو، د مرکزي ټلويزيون، د چين نړيواله راډيو او د چين نړيوال ټلويزيون به د دغې غونډې په اړه ژوندۍ خپرونې تر سره کړي. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای