CRI Online

د پاکستان واکمن ګوند د سنامجلس په ټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-04 10:12:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کميټې د مارچ د ۳مې نيټې په ماښام د ټاکنو نتيجه خپره کړه چې له مخې يې واکمن مسليم ليګ ن ګوند د سنامجلس په ټاکنو کې ۱۵څوکې تر لاسه کړې او د پخوانيو لرونکو څوکيو سره په يو ځای سره د سنامجلس لومړی لوی ګوند وګرځيد.

د نتيجي له مخې ياد واکمن ګوند په سنامجلس کې پخوانۍ څوکۍ هم لري چې د نويو څوکيو په ګټلو سره په سنامجلس کې لوی اکثريت خپل کړ او د خلکو ګوند او تحريک انصاف ګوند په جلا جلا توګه ۱۲ او ۶ څوکې ګټل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای