CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې مهال ويش خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-04 12:26:23

 

 

د چين نړيوالې را‌ډيو د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ له ۵مې نيټې څخه تر ۲۰مې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شي چې ۱۵ نيمې ورځې به دوام ولري. د مالوماتو له مخې په وروستيو کلونو کې د دغې غونډې موده تر ټولو اوږده ده او اجنډاوې يې تر ټولو زياتې دي.

د مارچ د ۴مې نيټې په سهار مطبوعاتي غونډه کې وياند جانګ يي سوی وويل په ياده غونډه کې به لس اجنډاوې تر بحث لاندې ونيول شي چې د چين د حکومتي کارونو په هکله د راپور، د پلانونو او بوديجو راپور، د اساسي قانون د تعديل نامې لايحې، د څارونکي قانون د لايحې، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د کارونو، د سترې محکمې د کارونو، د لويې څارنوالۍ د کارونو، د دولتي شورا د څانګو اصلاحاتو لايحې په هکله د څارنې او دولتي څانګو د کارکوونکو د ټاکلو او پريکړه کولو کارونه به پکې شامل وي.

د خبر له مخې، د غونډې په موده کې به د اساسي قانون د تعديل، د ملي ولسي کانګرس د قانون جوړولو او د نظارت کولو کارونو او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په ترڅ کې د تودو مسئلو په اړوند ۱۴ مطبوعاتي غونډې تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای