CRI Online

جانګ يي سوی: په ملي دفاع کې د چين د پانګونې سويه د نړۍ د نورو عمده هېوادونو په پرتله ټيټه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-04 12:41:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د چين د ملي دفاع د بوديجې زياتوالي اندازه د پاملرنې وړ ده. د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې وياند جانګ يي سوی د مارچ په څلورمه نېټه په بيجينګ کې وويل د ملي دفاع د وړتياوو او د ملي اقتصاد د پرمختګ سويې له مخې د ملي دفاع د بوديجو پيمانې تنظيمول د بېلا بېلو هېوادونو عادی کار دی. په چين کې دغه پانګونه د نړۍ د نورو عمده هېوادونو په پرتله ټيټه ده.

وياند جانګ يي سوی وويل چې په وروستيو کلونو کې د ملي دفاع په چارو کې د چين پانګونې په مساعد ډول زياتې شوې چې زياتې برخې به يي په عمده توګه د پوځي تجهيزاتو د نويوالي، د پوځيانو د ژوند او د پوځ د روزنې شرايط د ښه والي په چارو کې وکارول شي. هغه وويل چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت او د هېواد په ملي لګښتونو کې د ملي دفاع د بوديجې د برخې او د هر تن په سر د شمير له مخې د ملي دفاع په چارو کې د چين د پانګونې سويه د نورو عمده هېوادونو په مناسبت ټيټه ده. هغه وويل چين تل په سوله کې د پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او د ملي دفاع په چارو کې د دفاع تګلارې غوره کوي او د چين پرمختګ به بل کوم هېواد ته ګواښونه ونه رسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای