د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ۲۰۱۸ کال د چين لخوا د يو کمربند او يوې لارې پلان د وړاندې کيدو له پنځمې کاليزې سره برابر دی. د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې وياند جانګ يي سوی د مارچ په ۴مه نېټه وويل دغه خبر چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د چين د چيوپولتيکې ستراتيژۍ وسيله ده ، د دغه پلان په اړه ناسم پوهاوی دی.
وياند جانګ يي سوی وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان په اقتصادي همکارۍ کې يو بل سره د تګ راتګ او بېلا بېلو خواوو ته د ګټو رسولو په هدف دی او په دې هيله دی چې د نړۍ د اقتصادي پرمختګ او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره لا زيات فرصتونه جوړ کړي. د دغه پلان اصول په ګډه سره بحث کول، ابادول او شريکول دي چې په کې برخوالې خواوې يو بل سره برابر دی. د يو کمربند او يوې لارې ابادول يوه خلاصونکې او زغمونکې صحنه ده چې ټولو علاقې لرونکو هېوادونو پرمخ پرانيستې ده.
هغه وويل له پنځو کلونو راهيسې د بېلا بېلو خواوو تر ګډو هڅو لاندې د يو کمربند او يوې لارې پلان زياتې لاسته راوړنې لري او چين هيله لري چې اړوندې خواوې د دغه پلان هڅونې په ترڅ کې فعالې او رغنده نظريې وړاندې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |