CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د رئيسه پلاوي لومړۍ ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-04 19:20:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۴مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د رئيسه پلاوي په لومړۍ ناسته کې د چين د ملي ولسي کانګرس استازی او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړی لي جان شو د رئيسه پلاوي د دايمي رئيس په توګه وټاکل شو. په عين وخت کې چن شي، وانګ چن، څاو جيان مينګ، جانګ چن شيان، شن يو يو، جي بينګ شيوان، ارکن اميربکي، وان اې شيانګ او چن جو د رئيسه پلاوي د دايمي غړو په توګه وټاکل شول.

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د مقدماتي ناستې له مخې، ياد رئيسه پلاوي د مارچ د ۴ مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې لومړۍ ناسته جوړه کړه.

د رئيسه پلاوي په دغه ناسته کې د لي جان شو په مشرۍ د ۱۳ مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې اجنډا تائيد شوه او دغه غونډه به د مارچ له ۵مې نيټې څخه تر ۲۰مې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شي چې ۱۵ نيمې ورځې به دوام ولري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای