CRI Online

ايران د ۳۰ ترهګرو سازمانونو توطيې بې نتيجې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 08:52:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د استخباراتو وزارت مرستيال د مارچ په ۴مه نېټه په فارس ولايت کې د ترهګرۍ ضد د لاسته راوړنو نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه چې له وروستيو څو کلونو راهيسې ايران د داعش په شمول د څه باندې ۳۰ ترهګرو سازمانونو يا وسله والو ډلو توطيې بې نتيجې کړې او له منځه وړې دي.

د ايران اسلامي اژانس د ايران د استخبارتي وزارت د مرستيال په قول خبر ورکړ چې د ايران د استخبارتو څانګو په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره او د ايران د پوځ، انقلابي ګارډ او عدلي څانګو په نژدې همکارۍ سره د ترهګرو سازمانونو لخوا د ايران د دولت او خلکو امنيت ته ګواښ کوونکې توطيې شنډې شوې دي. د داعش لخوا نيول شوې ځمکې ټولې بيا تر کنټرول لاندې راغلې دي، خو د دغه سازمان ګواښ لا تر اوسه موجود دی، نو بايد په سيمه حتی نړۍ کې د دغو ترهګرانو لخوا د بريد کولو شونتيا په وړاندې ويښتيا وساتل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای