CRI Online

د چين د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه نن په بېجينګ کې پرانيستل کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 09:07:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل کېږي. د ښاغلي شي جين پينګ په شمول د چين دولتي او ګوندي مشران پکې ګډون لري.

د چين صدر اعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې د حکومت کاري رپوټ وړاندې کوي او د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال او سرمنشي ښاغلي وانګ چن د يادې دايمي کمېټې په استازيتوب د اساسي قانون د تعديل نامې په اړه معلومات ورکوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای