CRI Online

چين هغه هېواد ګرځېدلی چې په نړۍ کې تر ټولو زيات د منځني عايدات لرونکی نفوس لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 09:30:40

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې له تېرو ۵ کلونو راهيسې په چين کې د بېوزلو کسانو شمېر ۶۸ مليونه تنه کم شوی، د هر تن په سر عايدات هر کال ۷.۴٪ زيات شوي چې دغه شمېر د اقتصادي پرمختګ له سرعت نه لا چټک ښکاري. دغه راز چين هغه هېواد ګرځېدلی چې په نړۍ کې تر ټولو زيات د منځني عايدات لرونکی نفوس لري. د دې تر څنګ د هر تن منځنی عمر ۷۶.۶ ته رسېدلی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای