CRI Online

هراړخیزو ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون ته باید دوام ورکړی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 09:42:07
هراړخیزو ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون ته باید دوام ورکړی شي

د چین صدراعظم لي که چیانګ د روانې میاشتې په ۵ مه نیټه د حکومت په کاري راپور کې وویل چې باید هراړخیزو ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ورکړی شي.

هغه زیاته کړه چې تیر کال د دولتي تصديو ګټې ۲۳.۵ سلنه زیاتې شوي، د غیرمنقولو شتمنیو د ثبتولو سیستم جوړ شوی، د بانکي ګټو د توازن کنترول په عمومي توګه خلاص شوی، د پیسو د پس انداز د بیمې سیستم جوړ شوی، په ښاري او کلیوالو سیمو کې د اوسیدونکو د ژوند ضمانت او طبي بیمې سیستم جوړ شوی او داسی نور.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای