د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ملي آبادۍ سازمان، يعنې فتح ، انقلابي کميټې د مارچ په ۴مه نېټه له عربي هېوادونو څخه د تدبيرونو نيولو غوښتنه وکړه چې د امريکا له څرګندونې سره مخالفت وکړي، کوم چې وايي بيت المقدس په اسرائيلو پورې اړه لري.
د فتح انقلابي کميټې په همدې ورځ راملا کې له غونډې وروسته د ګډې اعلاميې له خپرولو سره وويل، د بيت المقدس په اړه د امريکا رويه قانوني ارزښت نه لري. د فلسطين په فکر ختيځ بيت المقدس د فلسطين دايمي پايتخت دی او هيڅ کړنه به و نه مني چې د فلسطين، عربي او اسلامي نړۍ لخوا له منل شوي واقعيت سره مقابله وکړي.
په ياده اعلاميه کې له عربي هېوادونو څخه په دې اړه غوښتل شوي چې د فلسطين مسئله هېره نه کړي. د عرب ليګ په راتلونکو غونډو کې اړوندې خواوې بايد د فلسطين غوښتنې ته پاملرنه ورکړي او بحث پرې دې وکړي چې څنګه ورڅخه ملاتړ وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |