CRI Online

د لي که چيانګ په شمول د چين مشرانو په جلا جلا توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې په لومړۍ غونډه کې له برخوالو غړيو سره بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 10:22:38

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او صدراعظم لي که چيانګ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړيو لي جان شو، وانګ يانګ،وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ د مارچ په ۴مه نېټه په جلا جلا توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې په لومړۍ غونډه کې د دغې کميټې له برخوالو غړيو سره په ګروپي بحثونو کې ګډون وکړ او ورسره يي د چين د مهمو کارونو په هکله سلامشورې وکړې.

لي که چيانګ د څلورمې نيټې له غرمې وروسته د اقتصاد او کرهنې ډلې په غونډه کې ګډون وکړ او د لوړ کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ، د نوښت توان او د کليو د ابادولو په شمول د برخوالو غړيو د ويناوو له اوريدلو وروسته يي له غړيو سره خبرې وکړې.

لي جان شو د همدې ورځ له غرمې وروسته له مين جيان ګوند او د جيو شان شوي شه ګوند څخه له راغلو غړيو سره خبرې وکړې. دغو غړيو د کرهنيزو چارو د پرمختګ، د ښاري او علاقه داري کيدو، د سياسي واکونو د ساده کيدو، ادارې کيدو او خلکو ته د خدمتونو برابرولو په چارو کې د اصلاحاتو، د انټرنيټي امنيت، د اساسي قانون له مخې د هېواد د اداره کولو د قانوني ادارې ټولنې د جوړولو او د مهمو پروژو د ابادولو او د غير دولتي تصديو د پرمختګ په شمول وړانديزونه او نظريې وړاندې کړې. لي جان شو په جدي ډول د غړيو ويناوې واوريدلې.

د کمونېست ګوند د مرکزي سياسي بيورو د دايمي کميټې غړيو وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ په جلا جلا توګه په همدې ورځ په بېلا بېلو ډلو کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې له غړيو سره سلامشورې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای