CRI Online

چين د سيستماتيکو ګواښونو د مخنيوي لپاره پوره توان لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 10:38:27

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د حکومت د کاري رپوټ په وړاندې کولو سره څرګنده کړه چې د چين اقتصاد عمومي حالت ښه دی او کاروونکې تګلارې ډېرې اغېزمنې دي، نو د سيستماتيکو ګواښونو د مخنيوي لپاره پوره توان لري.

هغه وويل چې د ځايي حکومت په وړاندې د پور خطرونو د مخنيوي په خاطر به د بېلا بېلو کچو حکومتونو لپاره د ناقانونه پور اخيستلو او هېچا ته د ضمانت برابرولو کړنې نه وي او بيخي منعې وي. سږ کال به د ۱.۳۵ زرو مليارډو يوانو په اندازه ځايي پورونه ورکړل شي چې دا به د تېر کال په پرتله ۵۵ مليارډه يوانه زيات شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای