CRI Online

چين به د مصرفي اندازې د پراخوالي او د اغېزمنې پانګونې د پرمخبيولو لپاره کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 10:51:48

د مارچ په ۵مه نېټه د چين ملي ولسي کانګرس ته د حکومت په کاري رپوټ کې راغلي چې چين به په ۲۰۱۸ کال کې د مصرفي کچې لوړوالي ته زور ورکړي او د مصرف نوې چارې او موډل به ومومي. دغه راز د اقتصادي جوړښت په ښه والي کې به د پانګونو د غوره کولو کليدي رول ولوبول شي.

د دغه رپوټ له مخې، چين به د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو د اخيستلو په برخه کې امتيازي تګلاره د نورو ۳ کلونو لپاره اوږده کړي، د مهمو تخنيکونو د پرمختګ لپاره يو لړ نوې پروژې به پلي کړي، د شخصي پانګونو هڅونه به وکړي او د پټليو، ملکي الوتنو، نفت او ګاز او مخابراتو په شمول ساحو کې يو لړ جالبې پروژې به هم پيل کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای