CRI Online

چين به د نوښت په برخه کې خپل قدمونه چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 10:55:18

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه په حکومتي کاري راپور کې وويل، د نوښت په برخه کې د خپلو قدمونو د چټکولو لپاره چين به د تخنيکي نوښت يو لړ مهم پروګرامونه پيل کړي او په لوړ معيار سره دولتي لابراتورونه به جوړ کړي. هغه وويل، د علم او تخنيک په برخه کې د هېواد پانګې بايد تر زياتې اندازې پورې د ملکي ژوند په برخه کې واچوي، د هوا ککړتيا او سرطان او د داسې نورو ناروغيو د مخنيوي او درملنې په ډګر کې به خنډونه له منځه يوسي تر څو د تخنيک له لارې خلکو ته خدمت برابر او ګټه ورسول شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای