د روانې میاشتې په ۵ مه نیټه د چین حکومت په کاري راپور کې څرګند شوي چې سږ کال به چین په ټینګه سره د پوځ د پیاوړتیا په خپله ځانګړې لار ګامونه پورته کړي او په ټینګه سره به ملي حاکمیت امنیت او انکشافي ګټې وساتي.
په یاد راپور کې ویل شوي چې چین به د ملي دفاع او پوځي ابادۍ په بهیر د پوځ د پیاوړتیا په اړه د شي جین پینګ افکارو لارښوونکی رول زیات او پیاوړی کړي، په پوځ کې به د چین د کمونست ګوند د پوره مشرۍ اصل او سیستم ټینګ کړي، او په هراړخیزه توګه به د پوځي کمیټې د رئیس مسول میکانیزم اجرا کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |