CRI Online

چين به د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو لپاره کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 11:27:32

د مارچ په ۵مه نېټه د چين ملي ولسي کانګرس ته د حکومت په کاري رپوټ کې راغلي چې چين به په ۲۰۱۸ کال کې د صادراتو پراخوالي ته زور ورکړي او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو لپاره کوښښونه وکړي.

د دغه رپوټ له مخې، چين به د چين د وارداتو لومړۍ دورې نړيوال نندارتون کوربتوب وکړي او د موټرونو، د ژوندانه ضروري توکو وارداتي ګمرکي ماليات به کم کړي. چين پلان لري چې ژر تر ژره د سيمه ييزو پوره اقتصادي همکاريزو اړيکو په تړون باندې خبرې اترې پای ته ورسوي او د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سيمې او د ختيځې اسيا اقتصادي ټولنې ابادي چټکه کړي. د دې تر څنګ چين نظر لري چې په مساوي سلامشورو سره سوداګريزې لانجې حل شي، له سوداګري ساتونکو سره مخالفت کوي او په ټينګ سره خپل قانوني حقونه ساتي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای