CRI Online

چين به په هراړخيزه توګه داساسي قانون له مخې د ادارې تشريفاتو او د قوانينو له مخې د ادارې کارونه ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 11:28:21

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه وويل چې چين به په هراړخيزه توګه د اساسي قانون له مخې د ادارې تشريفاتو او د قوانينو له مخې د ادارې کارونه او د قانوني حکومت ابادول پياوړي کړي او په هراړخيزه توګه د حکومت اغيزې لوړې کړي.

لي که چيانګ وويل د حکومت کارونه به په پوره توګه د قانوني ادارې په لاره کې شامل شي او په هراړخيزه توګه به د سياسي چارو د پرانيستې هڅونه وشي، د تدقيق او نظارت کارونه به پياوړي شي او واکونه به د ميکانيزمونو تر کنټرول لاندې وي، د فساد اړوندو عملونو ته به سخته سزا ورکړي شي، د حکومتي څانګو او کارونو تنظيمول به غوره والی ومومي او د حکومتي څانګو اصلاحات به ژور شي تر څو د حکومت لخوا د اداره کولو سيستم رامنځته شي چې دندې روښانه وي او د قوانينو له مخې د ادارې کارونه تر سره شي او د حکومت د اعتماد قوې او اجرا کولو قوې پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای