CRI Online

چين به لوړه سويه خلاصه کړي تر څو د لوړ کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 11:32:12

چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه وويل چين به په روان کال کې لوړه سويه خلاصه کړي تر څو د لوړ کيفيت په ساتلو سره د پرمختګ هڅونه وکړي.

لي که چيانګ وويل چې چين به د لويې نړيوالې لارې ابادولو هڅونه وکړي او په نړيواله لاره کې به له اړوندو خواوو سره همکارۍ ژورې کړي، د نړيوالې توليدي انرژۍ په چارو کې به همکارۍ پراخې کړي، د هېواد د لويديځې برخې، د داخلي وچو او د سرحدې سيمو د خلاصولو اندازه به پياوړې کړي او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې به د نړيوالې همکارۍ هڅونه وکړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې به له نړيوال اصول سره نژدې کړي، په هراړخيزه توګه د صنعتي چارو، د مخابراتو، درملنې، ښوونې، د زړو کسانو د پالنې او د نويو انرژيو په وسيله د موټرو توليد په ساحو کې به خلاصوونکې اندازې پياوړې کړي، په منظم ډول د بانکي کارډ له لارې د حسابي بازار به خلاص کړي، د بيمې په ساحه کې به د بهرنيو پانګو شرکتونو د سوداګريز چوکاټ محددوديت به کم کړي، د بانک، اسهامو او پولي پانګو په چارو کې به د بهرنيو پانګو د برخو محدوديت کم او يا لغوه کړي، په بازارونو کې د چيني او بهرنيو پانګو بانکونو د کارونو معيارونه به يوځای او راغونډ کړي او د بهرنيو پانګو تصديو د اجنډاوو کارونه به ساده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای