CRI Online

چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د بشري برخليک ټولنې تأسيس کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 11:38:04

د مارچ په ۵مه نېټه د چين ملي ولسی کانګرس ته د حکومت په کاري راپور کې ويل شوي، چين به تل د سولې او پرمختګ په لار کې وځليږي چې نوې نړيوالې اړيکې جوړې کړي. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د بشري برخليک ټولنې تأسيس کړي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چين به په فعاله توګه د ټولې نړۍ د ادارې په اصلاحولو او بشپړولو کې ګډون وکړي او په نړۍ کې ورخلاص اقتصاد جوړ کړي. د لويو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته به وده ورکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې او ګډ پرمختګ پياوړی کړی او له پرمختيايي هېوادونو سره همکاري به زياتې کړي. د بواو د آسيايي فورم کلنۍ غونډه، د شانګهای همکارۍ سازمان او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په ښه توګه تر سره کړي. چين به په دوامدار ډول د نړيوالو او سيمه ييزو تودو مسئلو په حل کې د يو مسئولانه هېواد رول ولوبوي او د بهرنيو ګټو او امنيت د تضمين سيستم به بشپړ کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای