CRI Online

ما هوا تنګ: په ټوله نړۍ کې د wechat د فعالو کاروونکو مياشتنی شمير د لومړي ځل لپاره له يو بيليارډ تنو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 15:48:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د Tencent شرکت مشر ما هوا تنګ د مارچ په ۵مه نېټه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډه په څنډو کې وويل د تازه تير شوی پسرلني اختر په موده کې په ټوله نړۍ کې د we chat د فعالو کاروونکو مياشتنی شمير د لومړي ځل لپاره له يو بيليارډ تنو څخه اوښتی دی.

ما هوا تنګ وويل د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسي د چين اقتصاد د پرمختګ کيفيت په پر له پسي ډول لوړ شوی په تيره بيا د انټرنيټ او ساينس او تخنيکونو په ساحو کې پرمختګ ډېر چټک دی. د نړۍ له لومړيو لسو انټرنيټي تصديو څخه څلور وړاندې شويو چيني تصدۍ پيدا کيږي.

ما هوا تنګ وويل د ملي ولسي کانګرس په پخوانيو غونډو کېد ده لخوا په لس ګونو وړانديزونو کې په عمده توګه انټرنيټ او نوی اقتصاد ته پاملرنه شوې ده. هغه هيله لري چې په راتلونکې کې د ساينس او تخنيکونو او نوښت له لارې د اصلاحاتو او ورخلاصون هڅونه وکړي او د چين د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ، او مکاو سيمې د يو کمربند او يوې لارې په ابادولو کې لا مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای