د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د ولسمشر مون جای ين د ځانګړو استازو هيئت د مارچ مياشتې په ۵مه نېټه له سيول ښار څخه پيونګ يانګ ته وخوځېد او په خپل دوه ورځني سفر يې پيل کړ.
د ياد هيئت مشر، يعنې لومړی ځانګړی استازی، د ولسمشرۍ ماڼۍ ملي امنيتي دفتر مشر چونګ يوی يونګ دی او غړي يې د ملي استخباراتي ادارې مشر سوح هون، د يووالي وزارت مرستيال چوم های سونګ، د ملي استخباراتي ادارې دويم مرستيال کيم سانګ يون او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي سياسي دفتر مشر يون کون يونګ دي او ۵ نور کارکوونکي ورسره هم ملګري دي.
چونګ يوی يونګ له سفر څخه مخکې وويل، هغه به له کوريا ټاپوورمې څخه د اټومي وسلو د ليرې کولو او د رښتينې او دايمي سولې د تر سره کولو په اړه د ولسمشر مون جای ين ټينګه اراده څرګنده کړي. دغه سفر به نه يوازې د شمال او جنوب ترمنځ ډيالوګ په باب بحث وکړي، بلکې د امريکا په شمول له نړيوالې ټولنې سره د شمالي کوريا د ډيالوګونو په اړه د بېلابېلو لايحو په باب سلامشوره به وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |