CRI Online

شي جين پينګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس له غړو سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 16:52:25

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په څلورمه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلمسې دورې ملي کمېټې په لومړۍ غونډه کې د ديموکراتيک ليګ، جي ګونګ ګوند، غير ګوندي استازو،په بهرکې د چيني اوسيدونکو د ټولنې له غړو سره ليدنه کتنه وکړه او د دوی په ګډه ناسته کې يې ګډون وکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی، موږ بايد د چين د کمونيست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو پر همکارۍ او سياسي مشورتي نظام ټينګار وکړو، بايد د څو ګوندونو د همکارۍ ځانګړی غوره والی ولوبوو، بايد سوسياليستي ديموکراتيک سياست پرمخ يوسو او بايد د سمسورې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ لپاره هڅه وکړو. اوس مهرباني وکړئ په دې هکله د سي ار ای خپرونه واورئ!

د څلورمې نېټې په ماسپښين شي جين پينګ د ديموکراتيک ليګ، جي ګونګ ګوند، غير ګوندي استازو،په بهرکې د چيني اوسيدونکو ټولنې د غړو استوګنځي يعنې د بېجينګ رېلوی په نوم ودانۍ ته ولاړ او هلته يې د دغو غړو په ګډه ناسته کې ګډون وکړ او د غړو اړوند نظرونه او وړانديزونه يې واوريدل. د څاو وی شينګ، جو جونګ هه او لي جوه بين په شمول اتو غړو د ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون، د ساينس د ارزونې سيستم د اصلاحاتو او په بهر کې د چيني اوسيدونکو له سرچينو او پوهو نه د کاراخيستلو په شمول يو شمېر مسئلو په هکله ويناوې وکړې. شي جين پينګ د غړو ويناوې واوريدلې او ويې ويل:

((د چين د کمونيست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو همکارۍ او سياسي مشورتي نظام د چين بنسټيز سياسي نظام دی، دغه نظام د چين د کمونيست ګوند، خلکو او بېلابېلو ديموکراتيکو ګوندونو، غېر ګوندي شخصيتونو يو ستر سياسي نوښت دی او د چين په دننه کې رامنځته شوی يو داسې نوی سياسي ګوندي نظام دی چې نه يوازې د چين له معاصرو واقعيتونو سره ، بلکې د چيني ملت له غوره دودونو سره هم سمون لري ، دا ګوندي نظام د انسانانو د سياسي تمدن لپاره لوی خدمت دی.))

شي جين پينګ وويل، چې دغه نوی سياسي ګوندي نظام د چين د کمونيست ګوند په مشرۍ ټينګار کوي او سوسياليستي ديموکراسي هم تطبيق کوی، سياسي مشوره ، په ګډه سره په سياسي چارو کې برخه اخيستل او ولسي نظارت په بنسټيزه توګه د يادې ديپلوماسۍ ښکارندويي کوي، هيله ده چې بېلابېل ديموکراتيک ګوندونه او غير غوندي شخصيتونه د چين د کمونيست ګوند د ښو سلاکارو، ښو لاسو ا وپښو او ښو ملګرو په توګه مسئوليت پرغاړه واخلي او په ګډه سره د چين چارې په ښه توګه بشپړې کړي. شي جين پينګ وويل:

((په نوې زمانه کې د څو ګوندونو د همکارۍ صحنه ډېره پراخه ده، د څو ګوندونو سياسي مشوې دغه ديموکراتيکې لارې بايد په ښه توګه وکاروو ترڅو په دې برخه کې رښتينې لاسته راوړنې ولرو.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د سمسوري ټولنې د سرتاسرې ابادۍ،د لويو خطرونو ، بې وزلۍ او ککړتيا د مخنيوي لپاره دې زيات ګامونه پورته شي او زياتې مسئلې دې وڅېړل شي. موږ بايدپه دې هکله ژوره څېړنه او نظارت وکړو او په اغېزمنه توګه د بېلابېلو تدبيرونو د پلي کېدو لپاره هڅې وکړو.

د ديموکراتيک ليګ غړي څاو وی شينګ د رئيس شي جين پينګ له وينا وروسته وويل:

((ډېر خوشحاله يم چې عمومي منشي موږ سره وکتل او راسره يې خبرې اترې وکړې. يوه خوا عمومي منشي د بېلابېلو غړو نظرونه او وړانديزونه وستايل او بله خوا يې د چين د څو ګوندونو د همکارۍ او سياسي مشورتي نظام د ټينګښت په اړه مهمه وينا وکړه،دغه نظام د چين د لرغوني کلتور پربنسټ جوړ شوی، له واقعي پرمختيايي اړتياوو سره سمون لري او په راتلونکي کې به پياوړی ژوندی ځواک وښيي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای