CRI Online

چين: هيله ده چې شمالي کوريا ته د جنوبي کوريا د ځانګړي پلاوي په سفر کې فعال برياليتوب تر لاسه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 20:11:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين د مارچ په ۵مه نېټه شمالي کوريا ته د ځانګړو استازو پلاوی وليږه چې موخه يې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو ښه والی او د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابرول دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل، د چين په اند، دا يو ګټور کار دی او هيله ده چې په دغه سفر کې فعال برياليتوب تر لاسه شي.

ګنګ شوانګ وويل، په دې وروستيو ورځو کې شمالي کوريا او جنوبي کوريا د پيونګ چانګ د اولمپيک د ‌ژمنيو لوبو د فرصت په کارولو سره خپلمنځي خبرې اترې ترسره کړې چې له امله يې د کوريا ټاپووزمې ترينګلی وضعيت ارام شوی. چين په دې خوشحال دی او د جنوبي کوريا او شمالي کوريا له دغو کړو وړو څخه ملاتړ کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای