پر ځايي وخت د روانې میاشتې د ۵ مې نیټې له غرمې وروسته د پاکستان صدراعظم شاهد خاکان عباسي د رسمي سفر لپاره نيپال ته ورسید. د نيپال د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې هغه به د مارچ په ۵ او ۶ مه نیټه دغه هیواد ته سفر وکړي. عباسي به د نیپال له ولسمشر بیدهیا دیوي بهندری سره لیدنه وکړي او د خپل نیپالي سیال خادګا پرساد اولي سره به د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظریو تبادله وکړي. د پاکستان خوا هم وویل چې دواړه خواوې به د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د اتحادیې د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |