CRI Online

د انرژۍ نړيواله ايجنسي: په راتلونکو ۵ کلونو کې به نفتو ته د نړۍ اړتياوې ډېرې زياتې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 10:12:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د انرژۍ نړيواله ايجنسي د مارچ په ۵مه نېټه د امريکا په هوستون کې د نفتو مارکيټ د راتلونکې په اړه د راپور په خپرولو سره وويل، په راتلونکو ۵ کلونو کې به نفتو ته د نړۍ اړتياوې ډېرې زياتې شي، چې پکې د چين او هند د اړتياوو زياتېدنه به د نړۍ د عمومي اړتياوو د زياتېدو ۵۰ فيصده ونيسي.

په ياد راپور کې هم دا رنګه ويل شوي، د هغو هېوادونو، چې په OPEC پورې اړه نه لري، د نفتو توليدي قدرت به په راتلونکو ۵ کلونو کې ډېر زيات شي، پکې د امريکا، برازيل، کاناډا او ناروې د توليدي قدرت زياتېدنه ډېره چټکه ده. د شېل نفتو د توليدي قدرت زياتېدنه د ټولې نړۍ د زياتېدو عمومي سبب دی.

په راتلونکو ۵ کلونو کې به د نفتو نړيوالې بيې ډېرې لوړې نه شي چې ښايي د هرې بوشکې قېمت ۶۰ ډالره وي. خو که د نفتو ځينې توليدي هېوادونه بې ثابته وي، ښايي په کم وخت کې د ښکته پورته کېدو لويه څپه رامنځته شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای