CRI Online

د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو د چين د حکومت کاري راپور ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 10:41:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۵مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې کاري راپور وړاندې کړ چې پکې يې په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت پر کارونو بيا کتنه کړې او د ۲۰۱۸ کال کارونه يې ترتيب کړي دي. د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو دغه کاري راپور ته ډېره پاملرنه کوي او دغه راپور د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې د تطبيق يوه لايحه بولي.

د رويترز اژانس د چين د دې کاري راپور د مهمو محتوياتو په اړه راپورونه خپاره کړي او و يې ويل، چين د دوو سليزو موخو د عملي کولو په بهير کې به د اقتصاد ثابت پرمختګ کليدي ټکی وي.

اشيوتېد پريس په عمده توګه په ياد کاري راپور کې د عرضې جوړښت اصلاح د هڅولو او د توليدي چارو پرمختګ د چټکولو په اړه محتويات خپاره کړي چې پکې ويل شوي، چين به د 5G مخابراتي تکنالوژۍ، د الوتکو ماشينونو او د نوې انرژۍ موټرونو په شمول د ځينو چارو پرمختګ ته به انکشاف ورکړي.

د نننۍ روسيې په نوم خبري اژانس د چين د پرانيستې تګلارو په تېره بيا د بهرنيو پانګو د زياتېدو د هڅولو تدبيرونو ته ډېره پاملرنه کړې ده. برسيره پردې، د جاپان، جنوبي کوريا، ويتنام، ټايلنډ او سينګاپور په شمول د يو لړ هېوادونو مهمو خبري رسنيو هم د چين حکومت د دې کلني راپور په اړه تبصرې کړي او راپورونه خپاره کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای