د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د نړيوالې ورځې په رارسېدو سره، د فلسطين حکومت د مارچ په ۵مه نېټه ښځو ته د لا زياتو حقونو د ورکولو په هکله يو لړ پرېکړې خپرې کړې.
د فلسطين لومړي وزير رامي حمدالله په همدې ورځ په رام الله کې په يوه حکومتي نوبتي غونډه کې وويل، ښځو د فلسطين لپاره ستر خدمتونه کړي دي، موږ بايد د ښځو پر نړيوال مقام او په نړيوالو چارو کې د ښځو پر حقونو ټينګار وکړو، بايد ښځو ته عادلانه چانسونه برابر کړو او د ښځو هېڅ ډول سپکاوی نه کوو.
د فلسطين حکومت تر غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، حکومت ميندو ته اجازه ورکوي چې له قانون سره سم د خپلو اولادونو لپاره د پاسپورټ غوښتنه کولو ، د بانکي حساب جوړولو او د ښوونځي بدلولو په شمول ځيني کارونه ترسره کولی شي. مخکې يوازی پلرونو د دغو کارونو د ترسره کولو حق درلود.
د فلسطين د حکومت دغه پرېکړې د ټولنې په تېره بيا د ښځو د هرکلي سره مخ شولې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |