CRI Online

روحاني: د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون نه نافذېدل به د بېلا بېلو خواوو ګډ زيان وي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 10:55:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په ۵مه نېټه په تهران کې د فرانسې د بهرنيو چارو له وزیر جين يويس ليدريان سره د کتنې په وخت کې وويل، د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون نه نافذېدل به د بېلا بېلو خواوو لپاره ګډ زيان وي. ايران چمتو دی چې له ناورين سره مقابله وکړي.

نوموړي وويل، ايران چمتو دی چې له مختلفو حالاتو سره مخ شي، پروا نشته چې ښايي ځيني حالات به د ايران لپاره ښه نه وي. هغه پر دې ټينګار وکړ، د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون ساتل ډېر مهم دي چې د سيمه ييز امنيت، ثبات او همکارۍ لپاره ستر اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای