د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس خبر ورکړ، د شمالي کوريا تر ټولو لوی مشر کيم جونګ اون د مارچ په ۵مه نېټه د جنوبي کوريا د ځانګړو استازو هيئت له غړو سره کتنه وکړه. د دې هيئت له لارې يې د مشرانو د ليدنې کتنې په باب د جنوبي کوريا د ولسمشر مون جای ين نظر تر اورېدلو وروسته له دې هيئت سره د نظرونو تبادله وکړله او موافقه تر لاسه کړې ده.
د خبر له مخې، کيم جونګ اون له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره لازم تدبيرونه ونيسي. په ياده کتنه کې د نوموړي هيئت مشر او د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنيت دفتر مشر چونګ يوی يونګ، کيم جونګ اون ته د مون جای ين خط ورکړ.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |