د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم حيدرعبادي د مارچ په ۵مه نېټه د ناټو له سرمنشي جنس ستولتنبرګ سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو دا څرګنده کړه چې د داعش ضد مقابلې په اړه په دوامدار ډول همکاري پياوړې کړي.
عبادي په يادو خبرواترو کې وويل، عراق بايد د داعش ضد په مقابله کې تر لاسه کړی برياليتوب وساتي او ترهګرۍ له منځه يوسي. جنس ستولتنبرګ وويل، ناټو به له عراق څخه ملاتړ وکړي او د عسکرو د تمرين او د پوځي پوهنځي د تأسيس په برخه کې همکارۍ برابرې کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |