CRI Online

ټرمپ ښايي په بيت المقدس کې د امريکا د نوي سفارت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 13:42:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۵مه نېټه د اسرايیلو له لومړي وزير نيتانياهو سره تر خبرو اترو وروسته وويل، هغه ښايي په بيت المقدس کې د امريکا د نوي سفارت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له نيتانياهو سره د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کي وويل، امريکا دغه ترتيب تر نظر لاندې نيسي او هغه هم اسرايیلو ته سفر کولو ته سترګې په لار دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تېرې فبرورۍ په ۲۳مه نېټه وويل، په بيت المقدس کې د امريکا نوی سفارت به په راتلونکې مې کې پرانيزي. د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا يو اړخيز کړه وړه د سولې د رامنځته کېدو لپاره ګټور نه دي او قانوني ملاتړ نه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای