CRI Online

د چين د حکومت کاري رپوټ د مسودې مسئول : د سږکال لپاره د اقتصادي ودې موخه د لوړ کيفيت د غوښتنې ښکارندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 15:02:16

د چين د حکومت کاري رپوټ د مسودې ليکونکې ډلې مسئول او هم د دولتي شورا د څېړنې دفتر رئيس هوانګ شوه هونګ د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د اقتصادي ودې موخه شاوخوا۶.۵٪ده او ورڅخه د ودې د لوړ کيفيت غوښتنه څرګنديږي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې اوس مهال د چين پولي خطرونه عموماً تر کنترول لاندې دي ، سږکال کې به د ځايي حکومتونو د پورونو مسئوليت نظام جوړ شي. اوس مهرباني وکړئ په دې هکله د سي ار ای تبصره واورئ!

د مارچ په ۵مه نېټه د چين ملي ولسي کانګرس ته د حکومت په کاري رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۸ کال لپاره به د چين کورني عمومي توليدي ارزښت ۶.۵٪زيات شي، د اوسېدونکو لخوا د استهلاکي بيو زياتوالی به شاوخوا ۳٪ وي، په ښارونو او علاقه داريو کې به تر ۱۱ مليونو زياتو کسانو ته روزګار پيدا شي،د عمومي تناسب نسبت په ثابت ډول وساتل شي او بېلابېل خطرونه په اغېزمنه توګه تر کنترول لاندې راوستل شي.

د حکومت د کاري رپوټ د مسودې ليکونکې ډلې مسئول او هم د دولتي شورا د څېړنې دفتر رئيس هوانګ شوه هونګ وايي، د سږکال لپاره د اقتصادي ودې موخه د ودې د لوړ کيفيت د غوښتنې ښکارندويي کوي.

((ولې د سږکال لپاره د اقصادي ودې موخه ۶.۵٪ ټاکل شوې؟ اوس مهال د چين اقتصاد د ګړندۍ ودې له مرحلې څخه د لوړ کيفيت لرونکې ودې مرحلې ته داخل شوی، که اقتصادي وده په مناسبه ساحه کې وساتل شي او د خلکو د ژوند لومړۍ لويه مسئله يعنې روزګار تأمين شي ، نو اقتصادي وده لږ څه زياته يا کمېدای شي، دا به پروا ونه لري. په مناسبه ساحه کې به اقتصاد اصلاح شي، جوړښت به يې بدل شي او پر وړاندې به يې د خطرونو مخه ونيول شي.))

د ښاغلي هوانګ شوه هونګ له قوله اوسمهال د چين پولي خطرونه عموماً تر کنترول لاندې دي، د مرکزي حکومت او ځايي حکومتونو پورونه په جلاجلا توګه ۱۳۰۰۰ مليارډه او ۱۶۰۰۰ مليارډه رن مين بي يوانه دي.

((د پورونو انډول يعنې د جي ډي پي په پرتله د پورونو اندازه کابو ۳۶٪ ده چې دغه شمېر د عمده پرمختللو اقتصادونو او نويو مخ پر ودې اقتصادونو په پرتله کم دی، د پورونو خطرونه عموماً تر کنترول لاندې دي.))

ښاغلي هوانګ شوه هونګ دې ته اشاره هم وکړه چې ځينو ځايي حکومتونو د مالي جبران او ضمانت د ژمنې له لارې پورونه په غيرقانوني ډول ترلاسه کړي چې په پايله کې خطرونه رامنځته شوي دي. په راتلونکي کې به چين په ټينګه د ځايي حکومتونو د زياتو پورونو مخه ونيسي او د پاتې شويو پورونو د بېرته تاديې ستونزه به حل کړي. ښاغلي هوانګ شوه هونګ په دې هکله وويل:

((لومړی اصل دا دی ،څوک چې ماشومان لري،ماشومان يې بايد له ځان سره يوسي،په بله ژبه، ځايي حکومتونه بايد د خپلو پورونو مسئوليت پر غاړه واخلي،هغه پولي ارګانونه کومو چې د ځايي حکومتونو لپاره پيسې راغونډې کړې، بايد اړوند زيانونه پر غاړه واخلي. دويم، بايد په ښه توګه د پاتې شويو پورونو د تاديې حل لاره ولټول شي. مرکزي حکومت به په دې برخه کې مرسته ونه کړي، نو ځايي حکومتونه دې پورونه ونه ساتي او غير قانوني پورونه دې پخپله حل کړي. سږکال کې به يو مهم تدبير ونيول شي، يعنې د ځايي حکومتونو د پورونو د مسئوليت او څارنې نظام به جوړ شي.))

د اړوند خبر له مخې چين به د ځايي حکومتونو د پورونو اخيستلو او پيسو راغونډولو ميکانيزم بشپړ کړي. ځايي حکومتونه يوازې د پور ونډو د نشرولو له لارې پورونه ترلاسه کولی شي. د حکومت په کاري رپوټ کې راغلي چې سږکال کې به ځايي حکومتونه ۱۳۵۰ مليارډه ژن مين بي يوانه پور ونډې نشر کړي چې د تېر کال په پرتله به۵۵۰ مليارډه يوانه زيات شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای