CRI Online

هه لي فنګ: باور لرم چې سږ کال به د چين د اقتصاد زياتوالی شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 15:09:11

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر هه لي فنګ د مارچ په ۶مه نېټه د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې د مطبوعاتي مرکز په يوه خبري ناسته کې په دې اړه پوره باور څرګند کړ چې سږ کال به د چين د اقتصاد زياتوالی شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي.

د ده په اند، سږ کال به د چين مصرف ثابت پرمختګ وساتي، د بېلا بېلو نويو چارو او عصري خدمتي چارو په پرمختګ سره په اقتصادي زياتوالي کې د مصرف هڅوونکی انډول به ښايي شپېته سلنې ته ورسيږي او حتی لا لوړ به وي. اوس چين د پانګونو د هڅولو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کوي، پانګونې په اقتصادي زياتوالي کې يو پر درېيمه برخه خدمت کوي. د چين صادرات او واردات هم ثابت پرمختګ ساتي چې د اقتصادي زياتوالي لپاره به يې خدمت اته يا نهه سلنه وي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای