CRI Online

چين به په پرله پسې ډول تجارتي چاپيريال پياوړی کړي او په سږکال کې د نورو زياتو ۸۰۰ ملياردو يوانو ټکس به ټيټ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 15:12:18

د مارچ په ۶مه نېټه، د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال نينګ جي جه د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين به په پرله پسې ډول د هېواد د بېلابېلو ځايونو تجارتي چاپيريال پياوړی کړي تر څو تصدۍ او اتباع د توليد او ژوند په برخه کې زياتې اسانتياوې ولري. هغه وويل، په سږکال کې به د تصديو او ملکيانو لپاره د ۸۰۰ ملياردو يوانو ټکس ټيټ کړي.

نوموړي وويل، چين به په بشپړ ډول مارکيټ ته د ننوتلو په اړه د ممنوعيت لېست نظام پلی کړي، له دې نظام سره سمون لرونکی تدبيرونه به بشپړ کړي، د مارکيټ د يووالي او عدالت د مخنيوي بېلابېل تړونونه او کړنې له منځه يوسي او د امکان تر حده پورې مارکيټ ته د ننوتلو پروسې په برخه کې اسانتياوې به رامنځته کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای