CRI Online

د چين د کمونېست ګوند ١٩م ملي کانګرس مطبوعاتي پلاوي له مالتا څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 19:29:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مالتا د کارګرو ګوند په بلنه،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې کانديد غړي او د پيکينګ پوهنتون د ګوندي کمېټې رئيس هاو پينګ په مشرۍ د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس مطبوعاتي ډلې د مارچ له ۴مې نېټې څخه تر ۶ مې نېټې پورې له مالتا څخه ليدنه وکړه.

د سفر په ترڅ کې هاو پينګ د مالتا د کارګرو ګوند له مرستيال، د صدراعظم له مرستيال او د روغتيا له وزير او نورو کسانو سره خبرې اترې وکړې او د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس په باب يې معلومات وړاندې کړل.

مالتا د ياد ملي کانګرس لوړه ارزونه کړې او غواړي چې له چين سره هر اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي څو د چين او مالتا تر منځ او د چين او اورپا تر منځ اړيکې په ښه توګه پرمختګ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای