د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس د مارچ په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ له شمالي کوريا څخه د جنوبي کوريا د ولسمشر مون جای ين د ځانګړي پلاوي ليدنه پای ته ورسېده.
د خبر له مخې،د دې پلاوي له سفر مخکې د شمالي کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې د مشر مرستيال کيم يونګ چيول د جنوبي کوريا له استازو سره خبرې اترې وکړې.ياد پلاوی د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د الوتکې له لارې شمالي کوريا ته تللی و او له دې هېواد څخه يې ليدنه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |