د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې بېلا بېلې خواوې بايد په عادلانه توګه د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان کوښښونه وګوري.چين پر پاکستان د فشار راوستلو لپاره د سياسي وسيلو په توګه د مالي لارو چارو له کارولو سره مخالفت کوي.
وياند ګنګ وويل چې د پاکستان حکومت او خلکو د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالو چارو لپاره ستر خدمتونه کړي دي.په تېره بيا په دې وروستيو کلونو کې پاکستان د پولي ادارې د پياوړتيا لپاره يو لړ فعال تدبيرونه نيولي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |