سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د ځانګړو استازو ډلې عالی رتبه استازي او د جمهوري ماڼۍ د دولتي امنيت د ساتنې څانګې مشر چونګ يوی يونګ د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل چې شمالي او جنوبي کوريا په دې موافقه وکړه چې د اپريل په پای کې په پانمونجون کې د مشرانو ترمنځ ملاقات وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په جمهوري ماڼۍ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې شمالي کوريا له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروی وسلو د پاکولو هيله وښودله او نيت لري چې له امريکا سره خبرې اترې وکړي.شمالي کوريا داسې ويلي چې که د خپل هېواد پروړاندې يې پوځي ګواښونه له منځه يو وړل شي او د شمالي کوريا د نظام امنيت تامين شي، نو شمالي کوريا به د ذروي وسلو د لرلو دليل ونه لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |