د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزارت د مارچ په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په سوريه کې د روسيې په هميميم هوايي اډه کې د يوې پوځي باروړونکې الوتکې د لويدو له امله ټول ۳۲ سپاره مړه شوي دي.
د روسيې خبري اژانس د دفاع وزارت په قول خبر ورکړ چې دغه پوځي الوتکه د کېښناستو پرمهال ولويده او د لويدو ځای د رن وې له کرښې څخه کابو ۵۰۰ متره ليرې دی. په الوتکه کې ټول ۲۶ مسافرين او ۶ عمله وژل شوي دي.
لومړۍ پلټنه ښيي چې کيدای شي الوتکه د ماشين ستونزو له امله لويدلې وي. د روسيې د دفاع وزارت د خبر له مخې،د پېښې رپوټ ښيي چې پر الوتکې بريد نه دی شوی. دفاع وزارت به د ټولو ممکنو لاملونو په اړه پلټنه ترسره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |