CRI Online

د چين د صنعت او سوداګرۍ ټولنې رئيس ګاو يون لونګ :د خصوصي سېکتور اقتصاد خدمتونه د ليدو وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 10:27:28

د چين د صنعت او سوداګرۍ ټولنې رئيس ګاو يون لونګ د مارچ په شپږمه نېټه د ديموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د چين د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د مشرانو په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د تېر کال ترپايه پورې په چين کې د شخصي تصديو شمېر ۲۷ مليونو او ۲۶۳ زرو ته او د فردي سوداګرانو شمېر ۶۵ مليونو او ۷۹۳ زرو ته رسيدلی او ثبت شوې پانګې يې له ۱۶۵۰۰۰ مليارډو ژن مين بي يوانو څخه اوښتې دې. ګاويون لونګ وويل، چې خصوصي سيکتور اقتصاد د هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي دي. د هېواد د مالي عايداتو لپاره د خصوصي سيکتور اقتصاد خدمت تر ۵۰٪ زيات دی. په جي دي پي او د منقولو دارايو په پانګو ، په بهر کې مستقيمو پانګو کې د خصوصی تصديو تناسب ټول له ۶۰ سلنې څخه زيات دی او د هيواد د ټولو ښارونو او ښارګوټو په خصوصی تصديو کې د کارګرو شمير ۴۲۵ مليونو تنو ته رسيدلی دی. ښاغلي ګاو وويل چې په راتلونکي وخت کې به لا زياتې خصوصی تصدۍ وهڅول شي چې له غريبو کليو او بانډو سره مرسته وکړی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای