CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند شمالي کوريا ته د جنوبي کوريا ولسمشر د ځانګړو استازو پلاوي د سفر لاسته راوړنې په اړه څرګندونې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 10:36:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ د ۶مې نېټې په شپه شمالي کوريا ته د جنوبي کوريا ولسمشر د ځانګړو استازو پلاوي د سفر په اړه څرګنده کړه چې چين د ياد پلاوي لخوا د تر لاسه شويو مثبتو لاسته راوړنو هرکلی کوي. چين د کوريا ټاپووزمې د نژدې ګاونډي هېواد په توګه تل د جنوبي او شمالي خواوو ترمنځ د اړيکو له ښه والي او د ديالوګ او سلامشورې له لارې د امنيتي مسئلې په شمول د بېلا بېلو خواوو لخوا د پاملرنې وړ د ټولو مسئلو له حل څخه ملاتړ کوي څو چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو بهير پرمخ بوزي. زموږ په اند دا د کوريا ټاپووزمې د ټولو خلکو او مختلفو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري او د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ګټه لري.

نوموړي هيله وښودله چې جنوبي او شمالي خواوې اړوندې موافقې پلي کړي او د روغې جوړې او همکارۍ بهير پرمخ بوزي. بېلا بېلې خواوې دې له اوسني فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره ګډ کوښښونه وکړي. چين غواړي پکې خپل رول ولوبوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای