CRI Online

دينګ شوی شيانګ، يانګ جيې چه او ګوه شنګ کون په جلا جلا توګه د ګوی جو، لياو نينګ او يون نان ولايتي پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 10:38:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د دالانشا منشي او د دفتر مشر دينګ شوی شيانګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دولتي شورا غړي يانګ جيې چه او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د ياد مرکزي کمېسيون د سياسي او قانوني کمېټې ګوه شنګ کون د مارچ په ۵مه او ۶مه نېټه په جلا جلا توګه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په څنډو کې د ګوی جو، لياو نينګ او يون نان ولايتي پلاويو په ډله ييزو بحثونو کې ګډون وکړ.

ښاغلي دينګ شوی شيانګ په ۶مه نېټه د ګوی جو ولايت په ډله ييزو بحثونو کې د ګډون پر وخت د حکومت له کاري رپوټ سره پوره موافقه څرګنده کړه او و يې ويل چې د چين کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې له تر لاسه شويو تاريخي برياليتوبونو او بدلونونو څخه څرګندېږي چې مهمې ګوندي او دولتي پرېکړې او تنظيمونه د تر ټولو زياتو خلکو د بنسټيزو ګټو د ساتلو، د چيني ملت د عظيمې احيا د تر سره کېدو او د چين کمونېست ګوند او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ايندې او برخليک د ټينګښت په غرض شوي دي. داسې پرېکړې د ټول ګوند او هېواد د خلکو ډله ييز عقلانيت دی چې د خلکو له نظريو او ګټو سره سمون لري.

يانګ جيې چه په ۶مه نېټه د لياو نينګ ولايتي پلاوي په ډله ييزو بحثونو کې د ګډون پر وخت وويل چې له تېرو ۵ کلونو راهيسې زموږ هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخه کې وتلې او تاريخي لاسته راوړنې تر لاسه کړې. بنسټيز لامل يې دا دی چې د ښاغلي شي جين پينګ په محور د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون ټينګ مشرتابه او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو علمي لارښوونه ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای