CRI Online

چين به د ځايي حکومتونو د پورونو اداره تنظيم او پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 11:20:05

د چين ماليې وزارت شياو جه د مارچ په اومه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې د خبري مرکز په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به د ځايي حکومتونو د پورونو ادارې د تنظيم او پياوړتيا په موخه "د مخې دروازې د خلاصولو او د شا دروازې د بندولو" تدابير ونيسي.

نوموړي وويل، د مخې دروازې د خلاصولو په برخه کې به د پورونو پيمانه زياته کړو، مثلا‌ًسږکال به ځايي حکومتونه ۱۳۵۰ مليارډه ژن مين بي يوانه د پورونو ونډې نشر کړي چې تېر کال په پرتله ۵۵۰ مليارډه يوانه زيات شي. د دې ترڅنګ موږ به په مناسب ډول د ځايي حکومتونو د پورونو حدود وټاکو او د ځانګړو پورونو ونډو اداره به اصلاح کړو. د شا دروازې د بندولو په برخه کې به په جدي توګه د بودجې قانون او ضمانت قانون تطبيق کړو. په هغه اصل به ټينګار وکړو چې څوک چې پورونه اخلي، مسئوليت به يې هم پر غاړه اخلي. په بله ژبه څوک چې ماشومان لري، ماشومان بايد له ځان سره يوسي. دغه راز په دې هکله به نظارت او څېړنه هم پياوړې کړو. د دغو تدبيرونو په نيولو سره د سيستماتيکو خطرونو مخه نيول کيدای شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای