CRI Online

ګوټريس د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د خبرو اترو د لاسته راوړنو هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 11:21:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د مارچ په شپږمه نېټه د وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ د خبرو اترو د لاسته راوړنو هرکلی وکړ او يو ځل بيا يې له دغه بهير نه د دوامدار ملاتړ په اړه د م م ژمنه تکرار کړه.

د ګوټريس وياندسټېفن دوجاريک وويل، د جنوبي کوريا پلاوي د مارچ په پنځمه نېټه له پيونګ يانګ څخه ليدنه وکړه او د کيم جونګ اون لخوا په جوړه شوې ماښامنۍ مېلمستيا کې يې ګډون وکړ. دواړو خواوو د راتلونکي اپريل د سرمشريزې غونډې او د کوريا له ټاپووزمې نه د اټومي وسلو د پاکولو په شمول د يو شمېر مسئلو په اړه موافقه وکړه. د م م سرمنشي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو په لاسته راوړنو، په تېره بيا د سرمشريزې غونډې د ترسره کولو او د سختو پوځي حالاتو د ارامولو په اړه د دواړو خواوو په موافقې ډېر خوشحاله شو او له ټولو ښکيلو غاړو سره به د کوريا له ټاپووزمې نه د اټومي وسلو د پاکولو په هکله بحث وکړي.

په اعلاميه کې راغلي چې اړوندې خواوې دې دغه تمايل وساتي او د ټولو فرصتونو په نيولو سره د سولې د راوستلو لاره ولټوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای