CRI Online

د چين چارواکي: د هېواد د واقعيتونو له مخې به د کورونو معقول مالياتي نظام جوړ شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 13:28:49

دا چې سږ کال د چيني حکومت په کاري رپوټ کې د کور مالياتو په اړه د قانون جوړولو کار ته پرمخبيول وړاندې شوي، د بېلا بېلو ټولنو پاملرنه راجلب کړې ده. د چين د ماليې وزارت مرستيال شه ياو بين د مارچ په ۷مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به د خپلو ملي واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د کورونو معقول مالياتي نظام جوړ کړي.

هغه وويل چې زياتره هېوادونو د کور مالياتي نظامونه جوړ کړي چې پکې ځيني ګډ تنظيمونه ليدل کېږي. موږ به له دغو ګډو تنظيمونو څخه ګټه واخلي. خو چين خپل ځانګړي واقعيتونه لري، نو موږ به د خپلو واقعيتونو له مخې لا معقول او عادلانه نظام ډيزاين کړو څو چې نه يوازې له دې لارې مالي عايدات زياتېدای شي، بلکې په دې سره د خلکو د عاديداتو تنظيمول او ټولنيزه برابري پرمخ بيول کېدای شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای