CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر شمالي کوريا د نوې بنديز لګونې اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 14:33:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر ناوټ د مارچ په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې امريکا به پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګوي.

د دغې اعلاميې له مخې، د امريکا په اند د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د شمالي کوريا يو نارينه تبعه د ماليزيا د پلازمېنې کولالمپور په نړيوال هوايي ډګر کې د يو ډول کمياوي توکي له امله وژل شوی دی. نو امريکاد خپلو اړوندو قوانينو له مخې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه لګولي دي. نوي بنديزونه د روانې مياشتې په ۵مه نېټه نافذ شوي دي. خو امريکا د دغو نويو بنديزونو محتويات نه دي ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای